په لیدنه کې افغانستان ته، په سولې او سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې، میرمن روزمیري ډیکارلو په سفر، د دوحې پروسې په چوکاټ کې د مخدره توکو سره د مبارزې او خصوصي سکتور د حمايې د کاري ډلو په پرمختګونو او راتلونکو ناستو او نورو اړوندو موضوعاتو خبرې وشوې. د بهرنیو چارو محترم وزیر یادونه وکړه چې د ا.ا.ا لخوا د دوحې پروسې په کاري ګروپونو کې قناعت بخښونکی پرمختګ شوی.
خو په مقابل کې بیا نور لوري نه دي توانیدلي چې بدیل معیشت او بانکي مشکلاتو اړوند قناعت بخښونکي لاسته راوړنې ولري. ځکه نو اړینه ده چې اړونده لوري هم کوټلي ګامونه واخلي تر څو په نورو برخو کې هم پرمختګونه وشي. د یوناما سرپرسته آغلې جورجیټ د روان میاشت په پای کې افغانستان ته د ملکرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې میرمن روزمیري ډیکارلو د سفر یادونه وکړه او په دې برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.
آغلې جورجیټ همداراز د دوحې پروسې د دوه کاري ډلو د مخکیني ناستو پایلې مثبتې وبللې او یادونه یې وکړه چې په دې برخه کې به لا نوره توجه وشي. په پای کې یادونه وشوه چې ددې لپاره چې د دوحې پروسې تر چتر لاندې د دوو کاري ډلو پرته په نورو موضوعاتو هم ګټورې خبرې وشي، باید ګډ کار او همکاري لازیاته شي.