د بهرنيو چارو وزير په کابل کې د پاکستان پر سفارت ډزې وغندلې او اطمينان یې ورکړ چې د سفارت امنیت ته به ځانګړې پاملرنه کېږي او د پیښې د عاملینو د پیدا کېدو او د قانون منګلو ته په سپارلو کې به پوره کوښښ وکړي.همداراز ښاغلي بلاول بوټو څرګنده کړه چې دغه ډول پېښې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې نشي خرابولای او هیچاته به اجازه ورنه کړي چې په داسې شومو اعمالو کې کامیابه شي.