د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي امير عبداللهیان د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي سره پر یو شمېر موضوعاتو ټليفوني خبرې وکړې.

په ټليفوني مکالمه کي ښاغلي امیر عبداللهیان په هرات کې د تيري ورځي د زلزلې له قربانیانو سره خپله غمشریکي وښوده او د تسلیت مراتب يې وړاندي کړل.دغه راز یې له زلزله ځپلو سره د بشري مرستو ژمنه وکړه او د هر راز همکاري چمتو والی یې وښود.
محترم متقي صاحب د ایران د بهرنیو چارو وزیر څخه د غمشریکۍ د څرګندولو او مرسته کولو ژمني له کبله مننه وکړه او د زلزلي د زیانونو او زلزله ځپلود اړتیاو په هکله یې معلومات ورسره شریک کړل، د دغې ټليفوني مکالمې په پای کې دواړو سیالانو د دواړو هېوادونو د سیاسي او اقتصادي اړېکو پر پاللو او لا تقویي او د افغان-ایران د دوه اړخیزو همکاریو پر پياوړتيا ټینګار وکړ.