د هیواد د بهرنیو چارو وزیر د سفارت څخه د لیدنې پر مهال د سفارت ډیپلوماټانو او کارکوونکو ته له ترکمنستان سره د اړېکو د پراختیا او قونسلي خدماتو د چټکتیا په پار لازمې سپارښتنې وکړې، همداراز یې په سیاسي، اقتصادي اوتجارتي برخو کې د هغوی نظرونه، مشوري او غوښتنې واورېدي.