د هېواد د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې د وروستیو پرمختګونو په اړه په پاکستان کې د افغانستان د سفارت سرپرست راپور واورېد

کابل – افغانستان په نننۍ غونډه کې په پاکستان کې د افغانستان سفارت سرپرست مولوي سردار احمد شکیب د پاکستان له چارواکو سره د خپلو وروستیو ناستو او لیدنو راپور د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره شریک کړل او د افغانستان او پاکستان د وروستیو پرمختګونو او اړیکو په اړه یې هراړخیزې بحثونه وکړل.د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د راپور له اورېدو وروسته په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت سرپرست ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د رامنځته شوې وضعیت او اړیکو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.