د بهرنیو چارو وزیر له خپل ازبکستاني سیال سره ټلیفوني خبرې وکړې

په دې مکالمه کې، د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د دوه اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا، د سیاسي، اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو د پراختیا او په ځانګړې توګه د افغان-ټرانس د رېل پټلۍ پروژې او د دریو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه د “افغانستان-ازبکستان-پاکستان” د درې اړخیزې غونډې د ترسره کولو په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.

ښاغلي سعیدوف د افغانستان ا.ا. سره د خپل هېواد د موجوده اړیکو په اړه د ټینګار او رضایت څرګندولو په ترڅ کې وویل چې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ازبکستان ته د افغانستان صادرات د تېر کال په پرتله درې چنده زیات شوي، او ژمنه یې وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیت په برخه کې، په ځانګړې توګه د افغان اتباعو لپاره د ویزو په صادرولو کې به ډیرې اسانتیاوې رامنځته شي.

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي وویل چې افغانستان په بشپړ ډول چمتو دی چې د افغان-ټرانس پروژې په څېر لوی اقتصادي پروژې پلي کړي او د ازبکستان جمهوریت سره سیاسي، سوداګریزې او ټرانزیټي همکارۍ نورې هم پیاوړې کړي، او دا چې د سیمه‌ایزو فرصتونو څخه باید د دواړو هېوادونو په ګټو په پار کار واخیستل شي.

په پای کې، دواړو لوریو د داسې خبرو اترو پر دوام ټینګار وکړ او اعلان یې وکړ چې د دریو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه د “افغانستان-ازبکستان-پاکستان” درې اړخیزې غونډې دقیق نېټه او ځای به د ډیپلوماتیکو چینلونو له لارې همغږي شي.