Ministry of Foreign Affairs of Afghanistan

۲۴ جُمَادَىٰ ٱلْأُولَىٰ ۱۴۴۵

د افغانستان اسلامي امارت او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د مخامخ تفاهم او مثبتو اړیکو په پایله کې د ګوانتنامو مظلوم بندي اسدالله هارون د خلاصون هرکلی کوو او دا پرمختګ د دوو اړخيزو اړيکو د پراختيا پر لور يو مثبت او ګټور ګام بولو.

د افغانستان اسلامي امارت د امریکا په ګډون له ټولې نړۍ سره پر دوو اړخیزو همکاریو ولاړې مثبتې او رغنده اړیکي غواړي. په داسې وضعيت کې چې د افغانستان ولس سیلابونو او زلزلې ځپلی او بشري مرستو ته سخته اړتيا لري، له متحده ايالاتو يو ځل بيا غوښتنه کوو چې پر افغان بانکي سيسټم بنديزونه لرې کړي تر څو د بشري مرستو د لېږد پروسه چټکه او اسانه شي. همدارنګه د افغان بانکي شتمنیو کنګل هم نور ختم کړي. د ا.ا.ا همداراز هیله لري چې په ګوانتنامو کې پاته یوازینی افغان مظلوم بندي محمد رحیم سکندر هم ازاد او په خپل هیواد کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای شي.

Read Previous

د افغانستان اسلامي امارت د هندوستان د هغې پریکړې هرکلی کوي چې یو ځل بیایې په کابل کې خپل سفارت ته دیپلوماتان او کاري ټیم را واستول او غواړي چې د افغان ولس سره خپلو اړیکو او بشري مرستو ته ادامه ورکړي.

Read Next

په ډیره خواشینۍ مو خبر ترلاسه کړ چې د اسلامي نړۍ لوی عالم، ستر داعي او د لکونو انسانانو روزونکی او استاذ، شیخ محمود افندي په حق رسیدلی.

Leave a Reply