د افغانستان اسلامي امارت د تاجکستان او قرغیز جمهوریتونو تر منځ د پولې د ترسيم تړون د لاسلیک هرکلی کوي او د دواړو وروڼو هېوادونو تر منځ د تفاهم له لارې د دغه اوږدمهالي اختلاف هواری د سیمې د ثبات، اقتصادي ودې او د متقابل باور پیاوړتیا په لور یو مثبت ګام ګڼي.
د ا.ا.ا تل د سولې، تفاهم او د سیمهییزو همکاریو د پراختیا ملاتړ کړی او باور لري چې دغه تړون به په منځنۍ آسيا کې د دوامداره سولې او همکارۍ يو نوی باب پرانيزي.