په ایران کې د رامنځته شوې چاودنې په اړه د بهرنیو چارو وزارت اعلاميه

د ١.١.١. د بهرنيو چارو وزارت په بندر عباس كې د زړه بوږنوونكې چاودنې په اړه چې د ايران اسلامي جمهوريت د سلګونو اتباعو د مړينې او ټپي كېدو لامل شوه، خپل ژوره خواشيني څرګندوي او دايران حكومت، شريف ملت او د غمجنو كورنيو سره څپله خواخوږي څرګندوي.
د افغانستان حكومت او ملت په دې غمجنو شېبو كې ځان د ايران ملت او حكومت ترڅنګ ګڼي او ترېنه خپل بشپړ پيوستون او ملاتړ اعلانوي.