Ministry of Foreign Affairs of Afghanistan

۱۱ رَبِيع ٱلْأَوَّل ۱۴۴۵

د افغانستان اسلامي امارت د هندوستان د هغې پریکړې هرکلی کوي چې یو ځل بیایې په کابل کې خپل سفارت ته دیپلوماتان او کاري ټیم را واستول او غواړي چې د افغان ولس سره خپلو اړیکو او بشري مرستو ته ادامه ورکړي.

افغانستان ته د هندوستان د دیپلوماتانو راتګ او سفارت بیا فعالول دا په ډاګه کوي چې په افغانستان کې خوندي چاپيریال را منځته شوی دی او د هر ډول سیاسي او دیپلوماتیکو حقوقو درناوی یې کیږي. د افغانستان اسلامي امارت ټولو شته سفارتونو ته ډاډ ورکوي چې ددوی د سفارتونو امنیت ته به د نړیوالو دیپلوماتیکو اصولو سره سم پاملرنه کیږي. اسلامي امارت پر نورو هیوادونو هم غږ کوي چې په افغانستان کې خپل دیپلوماتیکو مراکزو ته راشي او خپل سفارتونه خلاص کړي.

Read Previous

د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي او افغاني شیوخو کرامو د یاد وزارت په ستورې ماڼۍ کې د مجمع الفقه الاسلامیه نړیوالې ټولنې له مشر، ورسره د بېلا بېلو هیوادو علماوو، د اسلامي همکاریو د سازمان له مرستیال او په کابل کې سفیر او استازو ناسته ترسره شوه.

Read Next

د افغانستان اسلامي امارت او د امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د مخامخ تفاهم او مثبتو اړیکو په پایله کې د ګوانتنامو مظلوم بندي اسدالله هارون د خلاصون هرکلی کوو او دا پرمختګ د دوو اړخيزو اړيکو د پراختيا پر لور يو مثبت او ګټور ګام بولو.

Leave a Reply