د افغانستان اسلامي امارت په پاکستان کې د وروستیو تحولاتو په اړه، چې لاریونونه شوي او په ځینو مواردو کې په تاوتریخوالي هم اوښتي، خواشیني څرګندوي.
د افغانستان اسلامي امارت په پاکستان کې سیاسي ثبات د پاکستان د مسلمان ملت او د ټولې سیمې په ګټه بولي او له ښکېلو لوریو د زغم او تفاهم هیله لري.
د بهرنیو چارو وزارت په روان وضعیت کې په پاکستان کې د مېشتو افغانانو د خوندیتوب په اړه خپلو استازولیو ته لازمې لارښوونې کړي دي.