د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان پر ننگرهار او پکتیکا ولايتونو د پاکستاني پوځ د بريدونو په غبرگون کې، چې په ترڅ کې يې لسګونه تنه ملکيان شهيدان او ټپيان شوي، په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ او د افغانستان احتجاج‌ليک يې وروسپاره.

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني پوځ له خوا د افغانستان هوايي حریم نقض او پر ولسي وگړو بمباري په کلکو ټکو غندي او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا صريح نقض او پاروونکې عمل یې گڼي. همداراز پاکستاني لوري ته په ډاگه شوه چې د افغانستان د حریم ساتنه د افغانستان اسلامي امارت شرعي مسئولیت دی او د دغه ډول بریدونو د بدو عواقبو مسئولیت د مقابل لوري پر غاړه دی.