د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان پلازمېنه اسلاماباد په یو جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه، چې له امله یې گڼو لمونځکوونکو ته مرگ ژوبله اوښتې غندنه کوي.
د ا.ا.ا. دا ډول بریدونه چې د سپېڅلو شعائرو او جوماتونو حرمت ننگوي او عبادت کوونکي او ملکيان په نښه کوي، د اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف کړنه بولي او په کلکو ټکو یې غندي.
د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوي او زخمیانو ته د عاجلې روغتیا هیله کوي.