د دې لپاره چې په ایران کې د مېشتو وطنوالو لپاره د سفارت په خدماتو کې خنډ او ځنډ رانه شي، د بهرنیو چارو وزارت رهبرۍ پرېکړه وکړه چې نن سهار له کابل څخه د مجربو دیپلوماتانو یو اووه کسیز ټیم تهران کې د افغانستان سفارت ته واستوي، تر څو د نوي شارژدافیر تر څنګ خپلو هېوادوالو ته خدمات وړاندې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت دا پرمختګ د افغانستان او ایران دوو اړخیزو اړیکو کې مهم او مرستندوی ګام بولي.