په افغانستان کې د يونسیف ادارې رئیس ښاغلي فران ایکویزا د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزارت له سياسي معين الحاج شير محمد عباس ستانکزي سره وکتل

د دې کتنې په لړ کې ښاغلي ايکويزا وویل: د اسلامي امارت په راتلو سره د ښه امنیت له امله د دوی فعالیتونه ته ښه زمینه برابره شوې او دوی اوس کولای شي، چې په افغانستان کې د پوهنې ، روغتیا او پاکو اوبه په برخه کې په ډاډمنه توګه خدمات وړاندې کړي او هڅه کوي، چې د نړيوالې ټولنې او نړيوال بانک په همکارۍ د روغتیا په برخه کې خپل خدماتو ته ادامه ورکړي.
ده زیاته کړه؛ دوی به تر د ۲۰۲۴ کال پورې ۲۰ میلیونه خلکو ته په افغانستان کې د لومړنيو روغتیايي خدماتو ترڅنګ د پولیو پروګرام له لارې د روان کال تر پایه لس میلیونه ماشومانو ته د پولیو واکسین، ۶میلیونه ماشومانو ته ښوونیزو توکي او یو میلیون ماشومانو ته د څښلو پاکې اوبه ورسوي.
همدارنګه د دې ترڅنګ هڅه کوو، چې د ایران او پاکستان سره پر ګډو پولو د ماشومانو لپاره د روغتیايي اسانتیاوو په موخه سرپناوې جوړې کړو او هم د ماشومان د روغتیا او پوهنې د ملاتړ لپاره ټول هغه امکانات چې په لاس کې لرو په کار واچوو.
ښاغلي ستانکزي په افغانستان کې د يونسیف ادارې له فعالیتونو څخه د خوښۍ څرګندولو او مننې ترڅنګ زیاته کړه؛ افغانستان تازه له داسې اوږدې جګړې راوتلی، چې له امله یې د روغتیا او پوهنې بنسټونو ، زراعت او د ژوند سم چاپیریال زیانمن شوي، چې د خلکو په ژوند یې ډېر منفي اغیز کړی.
ښاغلي ستانکزي صاحب د خپلو خبرو په ادامه وویل: اوس د دې وخت رارسېدلی، چې نړیواله ټولنه او دوست هېوادونه رامخ ته شي او له افغانانو سره د روغتیا، پوهنې، د اوبو بندونو په جوړولو او په نشيي توکو د روږدو کسانو په تداوي کې لازمې مرستې وکړي او په دې برخه کې د یونسیف همکاري اړینه ګڼو او مونږ ټولو ته له خپل لوري د هر راز زمینه سازۍ ډاډ ورکوو.