د افغانستان اسلامي امارت د ټولي نړۍ په ولسونو او حکومتونو، د بشر د حقوقو په نامه مدافعو سازمانونو، ملګرو ملتونو او د اسلامي همکاریو په سازمان غږ کوي چې هرڅه ژر د اسرائیلو د وحشتونو د تکرار مخه ونیسي او یوازې په غندنو بسنه ونه کړي. او په دې ټینګار کوي که چېرې د دې وحشت او بربریت مخه په عاجله توګه ونه نیول شي نو کیدای شي د سیمې وضعیت لا ترینګلی شي او داسې عکس العملونو ته به لاره پرانیزي چې له کنټرول څخه وتلي او د ټولې سیمې او نړۍ په زیان به تمامه شي.
د اسرایلو له وحشت څخه د ځینو هیوادو ښکاره ملاتړ او د ځینو خاموشي د دې زمینه مساعده کړې چې صهیونستي رژیم خپلو مظالمو او وحشت ته دوام ورکړي.
موږ د فلسطينيانو او هغو هيوادونو او نهادونو سره همغږي يو چې د روانې نسل وژنې عاجله مخنيوی او د جنايتکارانو محکمې ته د کشولو غوښتنه کوي.