د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره د ترکیې سفیر وکتل

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت له مالي او اداري مرستیال ډاکتر محمدنعیم سره د ترکیې سفیر ښاغلي جنګ اونال وکتل.
په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پراختیا، د راستنېدونکو کډوالو په ستونزو او یوشمېر نورو دوه‌اړخیزو موضوعاتو بحث وشو.

ډاکتر نعیم د افغانستان او ترکیې اړیکې له دیني، سیاسي، کلتوري او تاریخي پلوه ژورې او نه شلېدونکې وبللې او د ترکیې له هر اړخیزو همکاریو له مننې ترڅنګ, د راستنېدونکو کډوالو سره يې د مرستو دوام غوښتنه وکړه.

ښاغلي جنګ اونال د اړیکو د پراخېدو هيله څرګنده کړه او د بشري مرستو د دوام ډاډ یې ورکړ، نوموړي له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کي د ښکیلتیا په اړه معلو مات او بر نامي شریکي کړي.