دبهرنيو چارو مرستيال سره د چين سفير وکتل

په دې کتنه کې د افغانستان او تاجکستان پر پوله د وروستۍ پېښې او د افغان‌ـ چین اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې وشوې. دوکتور محمدنعیم د تاجکستان پر پوله د وروستۍ پېښې په اړه چې پکې چينايي اتباع ووژل شو، خواښیني څرګنده کړه او زياته يې کړه، چې په دې تړاو پلټنې روانې دي او دا برید يې د هغو دښمنانو عمل وباله چي د هیوادونو تر منځ بي اعتمادي رامنځته کوي.

د چین سفیر د پیښي په اړه د جدي اقداماتو له امله د اسلامي امارت د هڅو او دریځ مننه وکړه او ويې ويل چې ددې پېښې عاملين غواړي د چين او افغانستان روابط خراب کړي.په پای کې دواړو لوریو د دوامدارو همکاریو او ښو اړیکو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ.