د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان پر ننگرهار او خوست ولايتونو د پاکستاني پوځ د بريدونو په غبرگون کې، چې په ترڅ کې يې ۳ تنه ملکيان شهيدان او ۷ تنه ټپيان شوي، په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړ او د افغانستان احتجاجليک يې وروسپاره.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستاني پوځ له خوا د افغانستان هوايي حریم نقض او ډیورنډ کرښې ته څېرمه پر ولسي وگړو بمباري په کلکو ټکو غندي او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا صريح نقض او پاروونکې عمل گڼي.
همداراز پاکستاني لوري ته په ډاگه شوه چې د افغانستان د حریم ساتنه د افغانستان اسلامي امارت ته سره کرښه ده او دغه ډول بېمسؤولیته کړنې حتما عواقب لري.