د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي د یوې ناستې په ترڅ کې د وزارت رئیسانو، معاونينو او کارکوونکو سره د مسکو فارمټ د اوومې ناستې او له هغې وروسته هند ته د خپل سفر جزئیات شریک کړل.
د هیواد د بهرنیو چارو وزیر وویل، د مسکو فارمټ دا ناسته د تېر په پرتله بېسارې وه، ځکه اسلامي امارت پکې د رسمي غړي په توګه ګډون وکړ. په وینا یې، د روسیې، چین او نورو هېوادونو استازو د افغانستان د سیاسي او اقتصادي ثبات، د نه مداخلې، د کنګل شوو شتمنیو د خلاصون، بشري مرستو، ګډو همکاریو او د افغانستان د حاکمیت د درناوي په اړه مثبت دریځ درلود.
نوموړي زیاته کړه، د یادې ناستې په ترڅ کې یې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر او نورو چارواکو سره هم لیدنې وکړې او د سیمې او نړۍ پر سیاسي او اقتصادي موضوعاتو خبرې وشوې.
همداراز د بهرنیو چارو وزیر د خپل وروستي هندي سفر په اړه وویل، دا یو تاریخي او له لاسته راوړنو ډک سفر و. د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو، تعليمي او روغتیايي مرستو، هوایي دهلېز، د واګا بندر د ستونزو حل، د چابهار بندر د اسانتیاوو پراخولو او د بندیزونو د لرې کولو په اړه خبرې وشوې.
هغه زیاته کړه، دواړو هېوادونو د سفارتي اړیکو د لوړېدو او د ګډې کمېټې پر جوړېدو توافق وکړ. همدارنګه، د هند د سوداګرۍ د خونې له مسؤلینو سره په ناسته کې د سوداګرۍ د کچې لوړولو، د بازار موندنې، ګډو نندارتونونو په اړه بحث وشو.
متقي صاحب وویل، له هندي پانګوالو سره یې د افغانستان د پانګونې په فرصتونو او د شته ستونزو په حل خبرې وکړې. همدارنګه له میشتو افغانانو او سیکانو سره یې لیدنه وکړه، د اسلامي امارت د لاسته راوړنو په اړه یې ورسره معلومات شریک کړل او د هغوی غوښتنې یې واورېدې.
هغه زیاته کړه، د دیوبند له دارالعلوم نه لیدنه یې د تاریخي اړیکو د بیا احیا لامل شوه، چې د هند د دیني او علمي مرکزونو له خوا یې تود هرکلی وشو، او د دینی زدهکړو په برخه کې د همکاریو پر زیاتولو خبرې وشوې.
په پای کې، د هیواد د بهرنیو چارو وزیر وویل، افغانستان یو خپلواک نظام لري، متوازن سیاست تعقیبوي او د خپلو ملي منافعو پر بنسټ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.