د بهرنيو چارو له وزير سره د ملگرو ملتونو مرستیالې ټيليفوني خبرې وکړې

د ا.ا.ا د بهرنيو چارو وزیر، محترم مولوي امیر خان متقي، په سیاسي او د سولې ټینګښت چارو کې د ملګرو ملتونو مرستیاله سرمنشي، روزمیري ان ډیکارلو، سره ټلیفوني خبرې وکړې. په دغو خبرو کې د زلزله ځپلو او راستیندونکو کډوالو سره د مرستو، د هیواد او سیمې په وضعیت، په بشري برخو کې د همکارۍ، په اقتصادي حالت، او د مخدره موادو پر خلاف د مبارزې او د خصوصي سکتور په کاري ګروپونو بحث وشو.

د بهرنیو چارو وزیر د زلزله ځپلو سره د تعزیت او مرستو له امله مننه وکړه او یادونه یې وکړه چې که څه هم په تیر کال کې تر دوه مليونو زیات کډوال افغانستان ته راستانه شوي، خو بیا هم د ا.ا‌.ا په ښه توګه ددوی راستنېدل مدیریت کړل. د بهرنیو چارو وزیر د مهاجرینو موضوع ته په اشارې وویل چې بشري موضوعات باید سیاست سره ونه تړل شي، خو متأسفانه چې په عمل کې دا کار کیږي. د بهرنیو چارو وزیر ډاډ څرګند کړ چې په سیاسي، امنیتي، اداري او اقتصادي برخو کې افغانستان ښه روان دی، او د یوه هیواد په استثناء د سیمې او ګاونډ هېوادونو سره یې اړیکې غوړیدلي او د لا پرمختګ په حال کې دي.

د ملګرو ملتونو د ادارو د کار او د دوو کاري ګروپونو(خصوصي سکتور حمایت او مخدره موادو ضد مبارزه) په تړاو د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د ا.ا.ا نړیوالو ادارو ته ښه زمینه سازي کړې او ټول هیواد ته یې ددوی لاسرسۍ ممکن کړي، البته په دې برخه کې د ملګرو ملتونو ادارو لخوا لا ډیر عملي کار ته اړتیا ده. آغلې ډیکارلو د ټلیفوني خبرو د فرصت او معلوماتو له امله مننه وکړه او په ډاګه یې کړه چې راستنیدونکي کډوالو ته باید په مناسبه او انساني توګه د راتلو زمینه برابره شي.

نوموړې زیاته کړه چې دوی د زلزله ځپلو او راستانه شوي کډوالو سره د مرستو په موخه د مختلفو اړخونو سره په جدیت ښکیل دي، او د راستیندونکو کډوالو د ښه مدیریت او مخدره موادو پر ضد د کامیابې مبارزې له امله یې د ا.ا.ا ستاینه وکړه. آغلې ډیکارلو ډاډ ورکړ چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي دفتر له غړو هیوادونو او اړوندو لورو سره د افغانستان په لا ډیر سیاسي ښکیلتیا کې هم خپلې هڅې نه دي سپمولي. په پای کې نوموړې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ادارو د کارکوونکو سره يې د ا.ا.ا د لا زیاتي همکارۍ غوښتنه وکړه.