بهرنيو چارو وزير له خپل ترکي سیال سره ټيليفوني خبرې وکړې

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر، محترم مولوي امیرخان متقي، د ترکیې جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر محترم هاکان فیدان سره د ټیلیفون له لارې پر سیمه‌ییزو موضوعاتو، او په ځانګړې توګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په دې تماس کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د وروستیو تحولاتو په تړاو د اسلامي امارت اصولي دریځ څرګند کړ او ویې ویل چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو وروستي اقدامات د هېواد د حاکمیت، هوايي حریم او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې په موخه ترسره کړي، چې ټاکل شوي اهداف یې په بریالیتوب ترلاسه کړي دي.محترم مولوي امير خان متقي ټینګار وکړ چې د افغانستان اسلامي امارت له پیله د تاوتریخوالي پلوی نه دی او تل یې د تفاهم او متقابل درناوي پر بنسټ د ستونزو حل غوره کړی؛ خو دا به هغه وخت پایله ولري چې مقابل لوری هم د حل‌لارې لپاره عملي او صادقانه اراده وښيي.

د ترکیې جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان سوليز دريځ وستایه او څرګنده یې کړه چې له اړوندو او همنظرو هېوادونو سره په اړيکه کې دی څو د وضعیت د ارامېدو او د تاوتریخوالي د کمېدو لپاره ګډې هڅې همغږي شي.په پای کي دواړو لوریو په دوامداره تماس ټینګار وکړ.