د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر، محترم مولوي امیرخان متقي، د قطر دولت د بهرنیو چارو وزارت کې د دولت له وزیر محترم محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره د ټیلیفون له لارې پر سیمهییزو موضوعاتو، او په ځانګړې توګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په دې تماس کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د وروستیو تحولاتو په تړاو د اسلامي امارت اصولي دریځ څرګند کړ او ویې ویل چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو وروستي اقدامات د هېواد د حاکمیت، هوايي حریم او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې په موخه ترسره کړي، چې ټاکل شوي اهداف یې په بریالیتوب ترلاسه کړي دي.محترم مولوي امير خان متقي ټینګار وکړ چې د افغانستان اسلامي امارت له پیله د تاوتریخوالي پلوی نه دی او تل یې د تفاهم او متقابل درناوي پر بنسټ د ستونزو حل غوره کړی؛ خو دا به هغه وخت پایله ولري چې مقابل لوری هم د حللارې لپاره عملي او صادقانه اراده وښيي.
ښاغلي محمد بن عبدالعزیز الخلیفي وویل، چې قطر د تاوتریخوالي کموالی غواړي او څرګنده یې کړه چې د وروڼو هېوادونو ترڅنګ ولاړ دی او د فرصت له رامنځ ته کېدو سره مثبت رول لوبولو ته چمتو دی. د قطر د دولت وزیر د مسایلو پر اساسي حل ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د مسایلو د حل لپاره له اړوندو هېوادونو سره په همغږۍ د خپلو هڅو پر توحید بوخت دي. په پای کي دواړو لوریو په دوامداره تماس ټینګار وکړ.