د بهرنيو چارو له وزير سره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي وکتل

په دې لیدنه کې، د هېواد د بهرنیو چارو وزیر، ښاغلي ژیل برتران ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د بشري مرستو او همکاریو په چوکاټ کې افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د تېر استازي له کارونو څخه قدرداني وکړه.ښاغلي برتران د اسلامي امارت په تېرو څلورو کلونو کې د سرتاسري امنیت، ثبات او اقتصادي پرمختګ د لاسته راوړنو، او همدارنګه د ملیونونو بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو د منلو ستاینه وکړه او د اروپايي ټولنې د مرستو له دوام یې ډاډ ورکړ.

هغه همداراز د اروپايي ټولنې د لا زیاتو همکاریو او پاملرنې، په ځانګړي ډول د افغانستان په خصوصي سکتور کې، یادونه وکړه او د لویو بهرنیو شرکتونو د پانګونې جذبولو لپاره یې د دواړو خواوو د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د تېرو څلورو کلونو راهیسې د اسلامي امارت لخوا د لویو پروژو د پیلېدو یادونه وکړه او د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د پرمختګ لپاره یې د اروپايي ټولنې له خوا د مثبتو ګامونو پورته کولو غوښتنه وکړه.په پای کې، دواړو لوریو پر دوامداره همکاریو او ورته ناستو ټینګار وکړ.