د بهرنيو چارو وزير له خپل عماني سيال سره ټيليفوني خبرې وکړې

په دې مکالمه کې د افغانستان او عمان پر دوو اړخيزو اړيکو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو، ټرانزیټي او ترانسپورتي همکاريو د پراختيا په تړاو هراړخيزې خبرې وکړې.د هېواد د بهرنيو چارو وزير عمان سلطنت ته خپل وروستی سفر گټور وباله او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې په دې وروستيو کې د پلاوو تبادله گڼو برخو کې د همکاريو د پراختيا لپاره مهم وگڼل.

مولوي امير خان متقي خپل عماني سيال ته په مناسب وخت کې کابل ته د سفر بلنه ورکړه او د‌ دواړو هېوادونو ترمنځ په لوړه کچه يې سلا مشورې گټورې وبللې.د عمان سلطنت د بهرنيو چارو وزير په خپل وار د‌ دوارو هېوادونو ترمنځ د پلاوو تبادله د همکاريو د پراختيا لپاره مهم وبلل او زياته يې کړه چې نږدې راتلونکي کې به د عمان د هوايي چلند تخنيکي پلاوی کابل ته سفر وکړي.

ښاغلي بدر بن حمد البوسعيدي کابل ته په مناسب وخت کې د سفر چمتووالي وښود او هيله يې څرگنده کړه چې د سفر پرمهال د دوو اړخيزو همکاريو د پراختيا په اړه گټورې خبرې اترې ترسره شي.