د‌ دوحې پروسې د کاري گروپ څلورمه غونډه ترسره شوه

په کابل ګرنډ هوټل کې د دوحې پروسې تر چتر لاندې دمخدره توکو پر وړاندې د مبارزې د کاري ګروپ څلورمه غونډه چې د یوناما په میزبانۍ ترتیب شوې وه په حضوری او آنلاین بڼه ترسره شوه.په غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو، کورنیو چارو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او د صحت وزارتونو د استازو د ګډون سربیره د یوناما، ملګرو ملتونو اړوندو ادارو، نړیوالو او سیمه ایزو سازمانونو، اروپايي اتحادیې، د اسلامي همکاریو سازمان، ګڼو هیوادونو سفیرانو، استازو او ډیپلوماټانو او متخصصینو په حضوري او مجازي توګه ګډون کړی وو.

په غونډه کې د ا.ا.ا د اړوند وزارتونو استازو یادونه وکړه چې د کوکنارو د کښت د بندیز په هکله د عالیقدر امیر المؤمنین د فرمان په نتیجه کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت تقریبا صفر ته راټیټ شوی. د امارت استازو د قانون د تنفیذ، بدیل معیشت او د معتادینو د درملنې برخو کې په تفصیل د امارت لاسته راوړنې، په دې برخه کې شته ننګونې او همداراز وړاندیزونه او حل لارې بیان کړې.د اسلامي امارت استازو یادونه وکړه چې د ا.ا.ا عملا ثابته کړې چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې کلک هوډ او توان دواړه لري.

دوی زیاته کړه چې که څه هم د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې اقدامات په افغانستان کې عملي شوي خو ګټه یې سیمې او نړۍ ټولو هیوادونو ته رسیږي او ددې لاسته راوړنو ساتنه ګډ مسؤلیت، ګډې پانګونې او پر متقابل باور ولاړه همکاري او همغږي غواړي. همداراز د اسلامي امارت مسئولینو د مصنوعي نشه يي توکو اړوند خپله اندیښنه څرګنده کړه او په ډاګه یې کړه چې د یادو توکو د موادو سرچینې د افغانستان له پولو د باندې دي او که مخه یې ونه نیول شي نو نه یوازې افغانستان بلکې سیمه او ټوله نړۍ به ترې زیانمنه شي.

بل لوري ته بیا یوناما، د ملګرو ملتونو ادارو، نورو نړیوالو سازمانونو، ګڼو هیوادونو او په موضوع کې متخصصینو د مخدره توکو سره د مبارزې اړوند د ا.ا‌.ا د هڅو قدرداني وکړه او یادونه یې وکړه چې د کوکنارو د کښت اړوند د بندیز د فرمان څخه وروسته د کوکنارو په کښت کې فوق العاده کموالی راغلی او دا یې د افغانستان په تاریخ کې یوه غټه لاسته راوړنه وبلله. ګڼو هیوادونو او سازمانونو په یاده مبارزه کې د مرستو ډاډ ورکړ او د نشه يي توکو مبارزې اړوند یې د دوحې پروسې تر چتر لاندې او همداراز په دوه اړخیزه توګه د لا همغږۍ او ښکیلتیا وړاندیزونه وکړل. ګڼو ګډونوالو ټینګار وکړو چې د یادو لاسته راوړنو د ساتلو لپاره باید بزګرانو لپاره د بدیل معیشت زمینه برابره شي او د معتادینو درملنه او په ټولنه کې د بیا مدغمیدو لپاره کار وشي.