د بهرنیو چارو وزیر او د ايران د بهرنيو چارو وزیر ټیلیفوني خبرې وکړې

په دې مکالمه کې چې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي او د ایران د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر سید عباس عراقچي ترمنځ شوې، د سیمې د وروستیو حالاتو او اوسني وضعیت په اړه خبرې وشوې او نظرونه شریک شول.

د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د وروستیو پېښو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړه. هغه د متحده ایالاتو او اسرائیل له خوا پر ایران شوي بریدونه وغندل او همدارنګه، د ایران د اسلامي انقلاب مشر په غمجن ډول په‌نښه‌کېدو په مناسبت یې د ایران حکومت او ولس ته ژورې خواخوږۍ او تسلیت وړاندې کړ.د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د همدردۍ او دریځ څخه قدرداني وکړه او د خپل هېواد نظرونه او ارزونې یې د روان برید او د ایران د متقابلو اقداماتو په اړه روښانه کړل.

مولوي امیر خان متقي ټینګار وکړ چې اسلامي امارت د هېوادونو ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او حریم سرغړونه ردوي. هغه وویل چې دا کار د نړیوالو منل شویو اصولو او قوانینو سره په ټکر کې دي. همداراز، د تاوتریخوالو پر سمدستي درولو او د کړکېچ د سوله‌ییزې حل لپاره ډیپلوماتیکې حل لارې باندې یې ټینګار وکړ.