د بهرنیو چارو وزیر سره د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وکتل

د قرغیزستان جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، محترم غیرت تورسنګلوف د افغانستان اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي سره وکتل.
دا لیدنه چې د افغانستان – منځنۍ آسیا د مشورتي خبرې اترې د لومړنۍ ناستې په څنډه کې ترسره شوه، دواړو لورو د ډیپلوماتیکو اړیکو د کچې لوړول او د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټي همکاریو د پیاوړتیا او همدارنګه د سیمې د وضعیت په اړه خبرې اترې وکړې.

محترم مولوي امیرخان متقي د قرغیزستان د لوړپوړي پلاوي څخه په پرونۍ غونډې کې د ګډون مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان او مرکزي آسیا د مشورتي خبرې اترې غونډې په ترڅ کې د مطرح شوو نظریاتو او وړاندیزونو په رڼا کې، د راتلونکو همکارۍ د لارې نقشه پر جوړولو په ګډه کار وشي. د هېواد د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې افغانستان او قرغیزستان تاریخي اړیکې او ګډ مشترکات لري او دواړه هېوادونه کولای شي له شته فرصتونو څخه د خپلو اړیکو د لا پراختیا لپاره ګټه واخلي.

د قرغیزستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال هم د دې سیمه ییز ابتکار د رامنځته کیدو څخه د ملاتړ او ستاینې ترڅنګ وویل چې د دواړو هېوادونو د ولسونو ترمنځ دوستي تلپاتې ده. هغه زیاته کړه چې قرغیزستان تل د اسلامي امارت ملاتړ کړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سیاسی، سوداګرۍ، ټرانزیټي او ورزشي همکاریو د دوام او پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ.