په دې لیدنه کې د سیمهییزو تحولاتو او د چین اورمچي ښار کې د ترسره شویو مذاکراتو په اړه خبرې وشوې.
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر پاکستاني لوري سره ارومچي کې په وروستيو مذاکراتو رڼا واچوله او هيله يې څرګنده کړه چې تعبيرات او جزئي تخنيکي مسايل د مذاکراتو د پرمختګ بهیر له خنډ سره مخ نه کړي.
مولوي امير خان متقي د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ اړیکې مثبتې وبللې او هیله یې څرگنده کړه چې د دواړو وړونو هیوادونو ترمنځ اړيکې په سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخو کې لا پراخې شي.
د سعودي عربستان سفیر څرگنده کړه چې هېواد ته يې افغانستان کې سیاسي او امنیتي ثبات او اقتصادي پرمختگ ستر اهمیت لري او په یادو مواردو کې د افغانستان ملاتړی دی.