د بهرنیو چارو وزیر سره د روسیې ځانگړي استازي وکتل

په دې لیدنه کې دواړو لورو د سیاسي اړیکو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا هر اړخیز بحث وکړ او ټینګار یې وکړ چې د دواړو هیوادونو ترمنځ دوه‌اړخیز تعاملات لا ډېر پراخ شي.
د هیواد د بهرنیو چارو وزیر په خپلو خبرو کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو د پراختیا هرکلی وکړ او ټینګار یې وکړ چې دوه اړخیز تعاملات له ډېر پراخ شي. نوموړي د اقتصادي همکاریو د پراخولو، د ګډ اقتصادي کمیسیون د فعالېدو او د سیاسي مشورو د منظم چوکاټ پر رامنځته کېدو ټینګار وکړ.

د سیمې د وضعیت په تړاو، دواړو لورو د ثبات او امنیت پر اهمیت ټینګار وکړ او د ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو د پیاوړتیا په اړه یې نظرونه تبادله کړل او د رغنده تعامل او سیمه‌ییز ثبات لپاره د ګډو هڅو پر اړتیا یې خبرې وکړې.

ښاغلي ضمیر کابلوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د اړیکو مثبت بهیر وستایه او څرګنده یې کړه چې هېواد یې چمتو دی له افغانستان سره اقتصادي همکاریوې ته، په ځانګړي ډول د سوداګرۍ، انرژۍ او ترانزیټ په برخو کې عملي بڼه ورکړي. نوموړي زیاته کړه چې روسیه غواړي د ګډو اقتصادي پروژو، پانګونې او بنسټیزو همکاریو له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې کړي او د سیمې د ثبات ترڅنګ اقتصادي اتصال ته هم وده ورکړي.