د ا. ا. ا. د بهرنیو چارو وزارت د ترکیې برتین ښار د ډبرو سکرو په یوه کان کې د رامنځ ته شوې چاودنې له امله، چې په کې تر څلوېښتو کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی او لسګونه ټپیان دي، د ترکیې حکومت، ولس او د پېښې قربانیانو سره خپله ژوره خواشیني او غم شریکي ښيي.

ټپیانو ته عاجله شفا غواړو او هیله‌من یو چې په کان کې بند پاتې کارکوونکي خوندي وژغورل شي.