‏د ا. ا. ا. د بهرنيو چارو وزارت د سعودي عربستان مملکت او د ايران اسلامي جمهوريت ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو بيا پيل هرکلی کوي او دا مثبت اقدام په سيمه کې د سولې او ثبات د ټينګښت پر لور مهم ګام ګڼي.

‏ا. ا. د خپل متوازن بهرني سياست په پام کې نيولو سره د سعودي او ايران ترمنځ ديپلوماتيک پرمختګ په سيمه کې د څو اړخيزو اړيکو او همکاريو غوړېدو سره مرستندوی ګڼي.

د چين ولسي جمهوريت له هڅو هم مننه کوو چې د سيمې د ثبات لپاره يې د سعودي او ایران ترمنځ د خبرو کوربه توب کړی دی.