د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت په هغه هېواد کې له ښکيلو اړخونو څخه غوښتنه کوي چې تاوتريخوالی پای ته ورسوي، او د رمضان په مبارکه مياشت کې د سوډان مسلمان ولس ویني تویې نشي.
په پيل کې د تاوتريخوالي ظاهرا کوچنۍ بڅرکي وروسته د له کنټروله وتلي کړکېچ لامل کېدلای شي. په دې اساس له ښکېلو خواوو غوښتنه کوو چې له زغم، سياسي حکمت او تعقل څخه کار واخلي او ستونځه دې د خبرو او تفاهم له لارې حل کړي