د ااا د بهرنیو چارو وزارت په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې په جنین ښار کې د اسرائیلي ځواکونو ظالمانه برید په کلکو ټکو غندي.

د راپورونو له مخې، د تیري ورځي د اسرائیلي ځواکونو په دې برید کې یو شمیربیگناه فلسطینیان شهیدان او ګڼ شمیر نور ټپیان شوي دي، چې په شیهد شویو فلسطینیانو کې یو تن ۱۵ کلن هلک هم دی.
د اسرائیلي ځواکونو له لوري په مظلومو فلسطینیانو دغه ډول بشر ضد کړنې له نړیوالو، اسلامي او انساني قوانینو څخه ښکاره سرغړونه او د نړۍ د مسلمانانو احساسات راپارول دي.