د ناستې په پیل کې د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي امارت په وروستیو لاسته راوړنو، سیاسي پرمختګونو، تجارتي او اقتصادي وضعیت خبرې وکړې او د ایران هیواد څخه یې مننه وکړه چې په ایران کې بند افغان زندانیان یې د ا.ا.ا. ته وسپارل او لایې هم د سپارلو بهیر جریان لري.
دغه راز د ایران سفیر ښاغلي قُمي ډاډ څرګند کړ چې ایران لا زیاتو همکاریو ته ژمن دی.
ښاغي سفیر وویل: هیواد یې اماده دی چې افغاني محصولات اومیوې په ښه قیمت.وپیري او د زارعت د ودې په برخه کې له افغان بزګرو سره هر اړخیزې همکارۍ ترسره کړي.
همداراز په دې ناسته کې د ګڼو سیمیزو مسایلو او روانو جریاناتو سربېره د تجارت په وده او د اورګاډي د پټلیو دغزولو په کار کي د چټکتیا په اړه تفصلي خبري وشوي