نن په کابل کې د قطر دولت سفیر ښاغلي دکتور مردف القاشوطي د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي سره وکتل. په دې لیدنه کې د افغانستان او قطر د دوو اړخیزو اړیکو ترڅنګ پر یو لړ سیمهییزو مسایلو هم خبرې وشوې.
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر له دې خوښي څرګنده کړه چې په سیمه کې فعاله جګړه ودرېدلې ده؛ خو د جګړې د تلپاتې ودرېدو هیله یې وکړه او یو ځل بیا یې د قطر دولت او ملت سره د تېرو بریدونو له امله خپله خواخوږي شریکه کړه.
د قطر سفیر هم پر خپل وار افغانستان سره پر خپلې دوامدارې ښکېلتیا په ټینګار سره د سیمهییز وضعیت په تړاو وروستي معلومات وړاندې کړل او د خپل هېواد دریځ یې شریک کړ.