د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي د جاپان له سفیر ښاغلي کینیچي ماساموتو سره وکتل.په دې لیدنه کې د بهرنیو چارو محترم وزیر د روانو سیمهییزو تحولاتو، او همدارنګه د افغانستان او جاپان ترمنځ د دوهاړخیزو اړیکو پر اهمیت او پراختیا خبرې وکړې.
محترم مولوي امیرخان متقي وویل چي جاپان د افغانستان په سیاست کي مهم ځای لري او د افغانانو سره یې په بېلابېلو برخو کې د جاپان د دوامدارو مرستو، د افغانستان د واقعي وضعیت د درک، مثبت دریځ او پرلهپسې ملاتړ ستاینه وکړه.
د جاپان سفیر ښاغلي کینیچي ماساموتو څرګنده کړه چې جاپان له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو او مرستو ژمنتیا لري او په دې برخه کې به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
د ناستې په پای کې دواړو لوریو د دوهاړخیزو اړیکو پر لا پراختیا، په بشري برخو کې د همغږۍ او متقابل تعامل پر پیاوړتیا، او همدارنګه د تخنیکي غونډو پر دایرولو ټینګار وکړ.