ښاغلي کني د ایران اسلامي جمهوریت د فقید ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر د جنازې مراسمو کې د اسلامي امارت د پلاوي له گډون مننه وکړه او ياد سفر يې د دواړو ګاونډیو هیوادونو او ملتونو تر منځ د ښو او رغنده اړیکو ښکارندوی وباله.
ښاغلي کني د غزې په اړه د دواړو هیوادونو مشترک موقف وستایه او هیله یې وښوده چې د اسلامي نړۍ نور هیوادونه هم د غزې د مظلومیت په اړه خپل ږغ پورته کړي.
د هېواد د بهرنيو چارو وزير وویل موږ له ټولو ګاونډیو هیوادونو سره په هر غم او خوښي کې ځان شریک ګڼو. متقي صاحب همداراز وويل، له نېکه مرغه په تېرو څه کم دریوو کلونو کې اسلامي امارت د ايران اسلامي جمهوریت سره په اقتصادي او سیاسي برخو کې ښې لاستهراوړنې درلودې او په کار ده چې دا همکاري او همغږي نوره هم پیاوړې او غښتلې شي تر څو وکولای شو په ټولو ډګرونو کې د ښو پرمختګونو شاهدان واوسو.
مولوي امير خان متقي همداراز وويل، افغانستان یو ازاد او مستقل هیواد دی او په چارو کې یې دخالت د هیچا په ګټه نه دی، یوازې له یو بل سره د همکارۍ، تفاهم او مشورې په اساس شونې ده په مختلفو برخو کې مؤثر او اغیزمن پرمختګ وشي.
په پای کې دواړو لوریو په سیاسي او اقتصادي ډګرونو کې د لا زیاتې همکارۍ او همغږي ژمنه تکرار کړه.