د بهرنیو چارو وزارت د روسیې هیواد د یوې الوتکې د لویدو له امله خپله ژوره خواشيني څرگندوي

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت د روسیې فدراسیون د یوې مسافر وړونکې الوتکې د لویدو په پېښه کې د ګڼ شمېر کسانو د ژوند له لاسه ورکولو له امله خپله ژوره خواشيني څرګندوي، او د روسیې فدراسیون حکومت او قربانيانو کورنيو سره خپله خواخوږي ښيي.