د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي په بهر کې د اسلامي امارت له سفارتونو او قونسلګریو سره انلاین غونډه ترسره کړه.
په دې غونډه کې، د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د پاکستاني پوځي رژیم له لوري د افغانستان پر ملي حاکمیت د تېري او وروستیو پېښو په اړه معلومات شریک کړل، د روږدو د درملنې پر روغتون ترسره شوی ظالمانه برید چې پکې سلګونو هیوادوال شهیدان او زخمیان شول په کلکو ټکو وغانده او هغه یې د بشري اصولو ښکاره نقض وباله.
متقي صاحب د ټولو استازولیو مسئولین وهڅول چې په هیواد کې د وروستي وضعیت په تړاو د اسلامي امارت موقف تر نړیوالو جهتونو ورسوي.
د هیواد د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان اسلامي امارت د روښانه موقف، پالیسۍ او راتلونکو اقداماتو په تړاو خپلو استازولیو ته لازم هدایات او لارښوونې وکړې.غونډه د پاکستاني رژیم بمبار له امله د شهیدانو ارواح ته په دعائیې ویلو سره پای ته ورسېده.