نن د ا.ا.ا بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار کړ او د کنړ مرکز کې په پوهنتون سربېره د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو له لوري پر ملکي اهدافو او عامه تأسیساتو د ترسره شویو بریدونو په تړاو خپل احتجاج لیک ورته وسپاره.
د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د هوايي حریم نقض او د ملکي وګړو پر وړاندې بریدونه په کلکو ټکو غندي او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا څرګند نقض، د نړیوالو اصولو خلاف او پاروونکی عمل یې بولي.
د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان هغه ادعاوې چې ګواکې تاوتریخوالی د افغانستان له لورې رامنځته شوی، په کلکو ټکو ردوي او څرګندوي چې د وضعیت ریښې باید په دقت وڅېړل شي.
د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا ټینګار کوي چې د افغانستان اسلامي امارت د خپلې خاورې او خلکو د دفاع مشروع حق محفوظ بولي او له پاکستاني لوري غواړي چې له ورته کړنو ډډه وکړي او ور یادوې چې د ورته بېمسؤولیته کړنو دوام به ناوړه عواقب ولري.