د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر، محترم مولوي امیرخان متقي، په کابل کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) د نوي ټاکل شوي مشر، ښاغلي جوهانیز بروور (Johannes Bruwer)، سره وکتل او د هغه باورلیک نسخه یې ترلاسه کړه.
په دې لیدنه کې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او د سره صلیب نړیوالې کمېټې اړیکې تاریخي وبللې، ښاغلي بروور ته یې په افغانستان کې د نوي مأموریت د پیل په مناسبت د بریا هیله ورته وکړه او د چارو د ښه پرمخ وړلو په برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.محترم مولوي امیرخان متقي همداراز د یادې ادارې د رخصتېدونکې مشرې، آغلې کترینا ریتز، د خدمتونو او په افغانستان کې د نوموړې د مأموریت پر مهال د ترسره شویو فعالیتونو ستاینه وکړه او په راتلونکو دندو کې یې ورته د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.
ښاغلي جوهانیز بروور په افغانستان کې د خپل نوي مأموریت د پیل له امله خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې د خپلې کاري دورې پر مهال به له اړوندو امارتي ادارو سره په نږدې همغږۍ کې د بشري خدمتونو وړاندې کولو ته دوام ورکړي.
په ورته وخت کې، آغلې کترینا ریتز د خپلې دندې پر مهال د اسلامي امارت له اړوندو ادارو څخه د شوې همکارۍ او ملاتړ مننه وکړه او خپله کاري دوره یې له لاسته راوړنو او ښو خاطرو ډکه وبلله.د ناستې په پای کې دواړو لوریو په بشري برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او د متقابل تعامل پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ.