د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت د ټولنیزو ناسمو رواجونو د مخنيوی په پار د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د ١٧ گڼي فرمان د اهمیت او د تطبیق په موخه غونډه ترسره کړه
.ياده غونډه چي دخېښۍ، ودونو، مصيبتونو او همداراز د حج او عمرې په برخو کي د ناسمو رواجونو د مخنيوی په اړه د فرمان د ښه عملي کېدو په پار جوړه شوې وه د بهرنيو چارو محترم وزير په ګډون د دغه وزارت مالي او اداري مرستيال، مرکزي رئيسانو، معاونينو او د وزارت ټولو کارمندانو ګډون درلود.
غونډې ته د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د ياد فرمان د اهميت او تطبيق په اړه وينا کې څرګنده کړه؛ د ناسمو او غیرشرعي دودونو دوام هم د اسلامي ارشاداتو څخه سرغړونه ده او هم د ټولنې پر وګړو بېځایه اقتصادي بار اچوي او نفرتونه پیدا کوي، له همدې امله پکارده، چې خلک خپل ټولنیز چلند د اسلامي شریعت له اصولو سره سم عیار کړي او له هغو دودونو څخه ځان وساتي چې له دیني لارښوونو سره په ټکر کې دي.
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه؛ چې اعتدال او توازن د اسلامي ژوند بنسټ جوړوي او مسلمانان باید د خپل ژوند په ټولو برخو کې دغه اصل مراعات کړي.
د بهرنیو چارو وزیر همداراز وویل چې د افغانستان اسلامي امارت محترم قیادت د سیاسي او اقتصادي مسؤلیتونو ترڅنګ، د ټولنې اصلاح او د اسلامي ارزښتونو پیاوړتیا ته ځانګړې پاملرنه لري تر څو ټولنیز ژوند د اسلامي لارښوونو پر بنسټ تنظیم کړي او په دې برخه کې عملي ګامونه دوام لري.
د يادونې وړ ده؛ چې غونډې ته د بهرنيو چارو وزير د وينا ترڅنګ د دغه وزارت مرستيال او نورو علماوو هم د ياد فرمان اړوند هر اړخيزې ويناوې وکړې او د دغه فرمان پر عملي تطبيق يې ټينګار درلود په پای کې د یاد فرمان نسخې په ټولو کارکوونکو وویشل شوې.