د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي سره نن د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو پخواني ځانګړي استازي ښاغلي زلمي خلیلزاد، په کابل کې د متحده عربي اماراتو سفیر ښاغلی سیف الکتبي او په افغانستان کې د امریکايي اسیر ډینس کویل د کورنۍ غړي ښاغلي وکتل.
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر وویل، وروسته له هغې چې د بندي د کورنۍ او په ځانګړي ډول د هغه د مور لیک د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی ته راورسېده، چي زوی یې د نیکمرغه کوچني اختر د راتلو په مناسبت عفوه او خلاص شي د ا.ا.ا. د سترې محکمې مقام د نوموړي د بند موده کافي وبلله او د نوموړي د ازادیدو پریکړه یې وکړه.
مولوي امیر خان متقي زیاته کړه، چې د ا.ا.ا. د هېڅ هېواد وګړي د سیاسي موخو د ترلاسه کولو لپاره نه دي نیولي، بلکې د قوانینو د نقض په پایله کې د قضايي پروسې له طی کېدو وروسته ازاد شوي دي.د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ، چې دواړه لوري باید خپلو اتباعو ته د معیاري کونسلي خدماتو رسونه یقیني کړي او د افغانستان حکومت په دې اړه پوره چمتووالی لري.
مولوي امیر خان متقي د متحده عربي اماراتو دولت او په ځانګړې توګه د رئیس محترم محمد بن زاید آل نهیان څخه د خلاصون د اسانتیاوو چمتو کولو په برخه کې د رغنده رول مننه وکړه او متحده عربي امارات یې د افغانستان نږدې دوست هېواد یاد کړ.همداراز د بهرنیو چارو وزیر تر دې وړاندې اسلامي امارت او د بندي د کورنۍ ترمنځ د معلوماتو د تبادلې په برخه کې د قطر دولت د رول قدردانی هم وکړ. په دې ناسته کې ښاغلي زلمي خلیلزاد هم پر خپل وار د ا.ا.ا. له خوا دا ګام د ستاینې وړ وباله او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې پر ټولو مسایلو د خبرو دوام مهم یاد کړ او په راتلونکي کي یې د لازیاتو پرمختګونو هیله څرګنده کړه.همدرازا د متحده عربي اماراتو سفیر ښاغلي سیف الکتبي په بشري بنسټونو د خپل هېواد د رول لوبولو چمتووالی وښود او دغه ډول پرمختګونه یې د ټولو په ګټه وبلل.