د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره په کابل کې د یوناما مشرې اغلې ډیبورالاینز او مل پلاوي وکتل.

په ناسته کې پر یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې وشوې چې پکې اقتصادي وضعیت، د بانکي او خصوصي سکتور وده او مرستې شاملې وې. اغلې لاینز د خپل سفر په هکله چې الماتي ته یې کړی وو د بهرنیو چارو وزیر ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې یوناما او امریکا نغواړي چې په افغانستان کې بانکي سکتور کمزوری شي، اغلې لاینز باورمندي وښودله چې مخته پراته خنډونه به د خبرو اترو له لاري حل شي. همداراز د یوناما پلاوي ښاغلي اتول ګفتا وویل چې په افغانستان کې د اقتصادي اوخصوصي سکتور د ودې په پار له ګڼو مرستندویه ادارو سره د همکاهنګۍ د رامنځته کولو په هدف د چینلو په جوړولو کار کوي. د بهرنیو چارو وزیر له اغلې لاینز څخه مننه وکړه چې د کړي سفر په اړه یې معلومات ورکړل او د اغلې لاینز سفر یې مثبت وباله، متقي صاحب زیاته کړه چې نوی حکومت له ټولو هغو نهادونو سره د همکارۍ پوره نیت لري چې د افغانستان د بهبود او ترقۍ لپاره هلې ځلې کوي. دغه راز د ناستې په پای کې پر یوناما د فعالیت او دسهولتونو د ورکړي په اړه هم تفصیلي خبرې وشوې.