پښتو

خبر د سلایدر خبر وروستۍ خبر

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت، په تهران کې د افغان سفارت او زاهدان کې د هیواد جنرال کونسلګرۍ په ځانګړو هڅو د ایران په زاهدان ښار کي د ځایي حکومت له لوري نیول شوي ٢٣ تنه طالب العلمان چې د دیني زده کړو او عام افغانان چې د کار روزګار لپاره تللي وو او هلته زنداني شوي وو را خلاص او د نیمروز له لاري خپل هیواد را ستانه کړل شول.

خبر د سلایدر خبر وروستۍ خبر

نن سه شنبه د ١٤٠٢ لمریز کال د ثور ۱۹، د ا.ا.ا. دصنعت او تجارت وزیر محترم نورالدین عزیزي، د ترانسپورت وزارت معین، د ګمرګونو عمومي مسؤل او مل پلاوي په کراچۍ کې د افغان تجارانو له پاکستان میشتو استازو سره د ا.ا.ا. په جنرال کونسلګرۍ کې ناسته وکړه.