نن سه شنبه، د ١٤٠٢ لمریز کال د ثور ۱۹ د ا.ا.ا. د صنعت او تجارت وزیر محترم نورالدین عزیزي او مل پلاوي په کراچۍ کې د سیند ایالت اعلی وزیر ښاغلي مراد علی شاه او نورو ایالتي وزیرانو سره ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې د افغانستان-پاکستان پر دوه اړخیزو اقتصادي، تجارتي،ټرانزيټي اړیکو او همدا راز په کراچۍ کې د افغان سوداګرو پر ستونزو او وضعیت خبرې وشوې.