پښتو

خبر د سلایدر خبر وروستۍ خبر

نن دو شنبه، د ۱۴۰۱ هجري شمسي کال د حوت ٢٩ مه، اسلام آباد کې د افغانستان سفارت او کراچۍ کې د هېواد جنرل کونسلګرۍ د هلو ځلو په ترڅ کې د پاکستان هیواد د سیند ایالت له زندانونو څخه ١٩٠ تنه افغان بندیان را خلاص او د بهرنیو چارو وزارت له لارښوونې سره سم په دولتي مصارفو خپل هیواد ته راولېږدول شول.