په افغانستان کي د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان ځانګړي استازي د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره وکتل

په افغانستان کي د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت، په افغانستان کي د اسلامي همکاریو د سازمان سفیر محمدسعید عبدالله آل عیاش او ورسره مل پلاوي کندهار ته سفر وکړ او د چهارشنبې په ورځ سهار یې کندهار ولایت مقام کي د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل، چي پرمهال یې د کندهار مرستیال والي الحاج مولوي حیات‌الله مبارک صاحب، د کندهار د بهرنیو چارو رئیس مولوي عبدالشکور حقاني او یوشمېر نورو مسئولینو هم شتون درلود.

په پيل کي د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي تر ښه راغلاست وروسته وویل؛ اسلامي امارت د اسلامي همکاریو سازمان او اسلامي هیوادو سره ځانګړی اړیکي غواړی، ترڅو په سیاسي، اقتصادي او اجتماعي برخو کي رغنده تعامل ته ورسیږو.

ښاغلي متقي زیاته کړه؛ چي افغانستان کي خورا ښه فرصت را منځ ته شوی تاسي نن وینی چي ټول هیواد کي ارامه فضاء او مثالي امن دی.

متقی صاحب وویل هیله مو داده چي د اسلامي همکاریو سازمان له افغانستان سره په بېلابیلو برخو کي مرستي وکړي، اسلامي نړۍ او افغانستان تر منځ د ښو اړیکو په برخه کی لازیات رول ولوبوي.

ورپسې په افغانستان کي د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي طارق علي بخیت لومړی د اسلامي امارت د میلمه پالني مننه وکړه او د افغانستان وضعیت یې مثبت و ارزاوه .

طارق علي بخیت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ته ډاډ ور کړ، چي نږدې راتلونکي کي به یو شمېر بنسټیزي پروژې د افغانستان په بېلابیلو ولایتونو کي عملاً پيل سي، چي په همدې موخه به یو ځانګړی مسلکي پلاوی هم افغانستان ته راسي او دلته به لومړی په بېلابیلو برخو کي اړتیاوي معلومي کړي او بیا به له افغانانو سره وخت پر وخت بشري مرستي کوي.

وروستیو کښي د کندهار مرستیال والي الحاج مولوي حیات‌الله مبارک لومړی خوښي وښوودله، چي د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان له مشرانو سره ویني او په خپلو خبرو کي یې وویل؛ د اسلامي نظام په راتګ سره اوس په افغانستان کي یو واحد نظام دئ، د ټولو یو امیر دئ او د هیواد په ټولو سیمو کښي په پوره همږغۍ او همکارۍ سره د دولت ټولي چاري په ښه ډول رواني دي؛ نو غوښتنه مو داده چي د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان دي د اسلامي امارت سره همکارۍ وکړي.