۱۳ جُمَادَىٰ ٱلْأُولَىٰI ۱۴۴۳

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي نن ماښام د ازبکستان د ترانسپورت وزیر ښاغلي الهام محکموف په مشرۍ له یوه پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې چې د دوه اړخیزو اړیکو په اړه ګټورې خبرې وشوې، د ازبکستان پلاوي د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ته ډاډ ورکړ چې د ازبکستان – افغانستان – پاکستان رېل پټلۍ به په راتلونکي پسرلي کې په کار پیل وکړي او ویې ویل چې په ازبکستان کې به افغانانو ته د اورګاډي پټلۍ روزنه ورکړل شي.

ازبکستاني پلاوي له افغانستان سره د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه او راغلي پلاوي ښاغلي متکي ته د ازبکستان د سفر بلنه ورکړه، ښاغلي متکي د پلاوي بلنه ومنله او ازبکستاني پلاوي ته یې د دوه اړخیزو اړیکو په برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.

Fazilrabi Zahin

Read Previous

د ایران د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي مولوي امیر خان متقي نن په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو د سازمان له غونډې مخکې د افغانستان لپاره د جرمني له ځانګړي استازي ښاغلي جاسپر ویجک سره وکتل.

Read Next

په اسلام اباد کي د ااا د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي او په پارلماني چارو کي دپاکستان د دولت وزیر شاغلي علی محمد خان د خبري ناستي یوه برخه.

Leave a Reply

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Most Popular